زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/11/07 - 04:11:1
زيارة: 239
مشاركة مع الـأصدقاء

افغانستان په ۹۲ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
 افغانستان په ۹۲ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه

انصار: (د لړم ۱۷ مه)، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش څخه د درو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ مسابقه په لوی توپیر یعني ۹۲ منډو وګټله.

د دې سیالۍ، چې په شارجه کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه، پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه خو افغان توب وهونکي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل. کیپتان حشمت الله شهیدي لوبه ورو کړه تر دې چې محمد نبي ورسره ملګری شو. نبي په ۷۹ توپونو ۸۴ منډې وکړې. کیپتان حشمت الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ منډې وکړې.

د افغانستان د توپ وهنې په وروستیو کې ننګیالي خروټي هم ښه لوبه وکړه، ده په ۲۸ توپونو ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. ننګیالی په توپ اچونه کې هم د کمو منډو د ورکولو له پلوه ښه لباولینګ وکړ.

خو د افغانستان لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه غضنفر وکړه. ده په ۶ اورونو او ۳ توپونو د بنګله دېش ۶ لوبغاړي وسوځول.

راشد خان ۲، عظمت الله عمرزي او محمد نبي هر یوه، یو - یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بنګله دېش لپاره بیا تسکین احمد او مستحفیظ الرحمان هر یوه ۴ - ۴ افغان لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او بنګله دېش د لومړۍ یو ورځینۍ سیالۍ غوره لوبغاړی غضنفر او اغېزمن لوبغاړی بیا محمدنبي ونومول شو.

د افغانستان د لوبډلې پیلګر لوبغاړي ژر - ژر وسوځېدل خو د بنګله دېش پیلګر لوبغاړي ښه ولوبېدل. له همدې کبله تر ډېره وخته ګومان کېده چې د بنګله دېش لوبډله برلاسې ده او دا سیالي ګټي.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې دوې نورې یو ورځینۍ مسابقې هم وکړي.

د افغانستان منډې

ګوربز  په ۷ ټوپونو ۵ منډې

صدیق الله اتل په ۳۰ توپونو ۲۱ منډې

رحمت شاه په ۱۳ توپونو ۲

حشمت الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲

عظمت الله عمرزي په ۳ توپونو هیڅ

ګلبدین نایب په ۳۲ توپونو ۲۲

محمد نبي په ۷۹ توپونو ۸۴

راشدخان په ۱۱ توپونو ۱۰

ننګیالي خروټي په ۲۸ توپونو ۲۸ - ناسوځېدلې

غضنفر په ۱ توپ هیڅ

فاروقي په ۲ توپونو هیڅ

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34264






*
*

*



قرأ

هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي


افغان لوبډله نن له زمبابوې سره لوبه کوي


افغان ملي لوبډله نن له زمبابوې سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي


د زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبو ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو


افغانستان له زیمبابوې د شل اوره لوبو لړۍ وګټله


افغانستان له زیمبابوې دوهمه ۲۰ اوره سیالي په ۵۰ منډو وګټله


اسیاجام کې د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې سفر پای ته ورسېده


د کرکټ اسیايي جام، افغانستان له سریلانکا سره مخامخ دی


د اتلانو جام “چمپینز ټرافي” افغانستان ته ورسېده


د بولی په لومړي ورځ دوه افغان لوبغاړي واخیستل شول


د هند د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو بولۍ نن پیلیږي


نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري


تاجکستان کې نن د فوټبال درې اړخیزه لوبلړۍ پیلېږي


افغانستان او بنګله‌دېش نن وروستۍ سیالي کوي


نن افغانستان او بنګله‌دېش د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه کوي


تر نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله اماراتو ته لاړه


افغان الف لوبډله د آسیا ایمرجېنګ جام اتله شوه


د افغانستان به ورزش کی، په یوه ورځ دوه بري


نیوزیلېنډ د ویسټ‌انډيز په ماتولو سره فاینلیست شو


د ښځو د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبه سبا تر سره کیږی


نن بنګله‌دېش له وېسټ اينډيز سره مخامخ کېږي


د ښځو کرکت نړیوال جام نن پيلېږي


د فوټسال ملي لوبډله نن په غوراوي پړاو کې خپل بخت ازمايي


افغانستان له جنوبي افریقا د یو ورځینو لوبو لړۍ وګټله


افغانستان سبا «جمعه» له سویلي افریقا سره دوهمه لوبه ترسره کوي